نورالدین ترابي: مرستندویه موسسې دې اداري لګښتونه کم او خلکو ته دې ډېرې مرستې ورسوي

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي له یو شمېر نړۍوالو مرستندویه بنسټونو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي، چې اداري لګښتونه راکم او پر ځای یې اړمنو خلکو ته مرستې زیاتې کړي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ترابي د یوناما د پراختیايي او بشري برخې مسوول، د خوړو نړۍوال پروګرام، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او نړۍوال بانک د پروګرامونو له همغږوونکو او یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو سره د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
ترابي په دې ناسته کې په لرو پرتو او اقلیمي بدلونونو زیانمنو سیمو کې د بشري مرستو پر زیاتولو ټینګار کړی او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي، چې خپلې مرستې تر ډېره اړمنو کورنیو ته ورسوي.
هغه همداراز ویلي، په افغانستان کې د ناچاودو توکو او ماینونو ګواښ لا هم جدي دی او په دې برخه کې یې د مرستندویه بنسټونو د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم د کډوالو، اقلیمي بدلون، روغتیا او نورو برخو کې د همکارۍ او همغږۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

