افغان تکواندوکار په لومړیو ثانیو کې خپل پاکستاني سیال مات کړ

د افغانستان تکواندوکار امید سهاک د منفي ۸۷ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې خپل پاکستاني سیال ته په لومړیو ثانیو کې تخنیکي ماتې ورکړه او د نړیوال تکواندو فدراسیون ولسمشرۍ جام سیالیو د کوارټر فاینل پړاو ته یې لار وموندله.
سهاک خپله لومړۍ مبارزه له یوه پاکستاني ورزشکار سره ترسره کړه او د سیالۍ په پیل کې یې د تخنیکي بریا له لارې حریف مات کړ. نوموړی به په کوارټر فاینل کې له یوه ایراني ورزشکار سره مخ شي.
د نړیوال تکواندو فدراسیون ولسمشرۍ جام سیالۍ د پاکستان په لاهور ښار کې د ۴۰ هېوادونو د څه باندې ۵۰۰ تکواندوکارانو په ګډون روانې دي.
دغه سیالۍ د تکواندو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي.

