کرزی: پاکستان له هېڅ افغان حکومت سره په سوله کې ژوند نه شي کولی

پخواني ولسمشر حامد کرزي بلومبرګ ته په یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې د بدلون اړتیا لیدل کېږي.
هغه د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ اړیکو او وروستیو اختلافاتو ته په اشارې ویلي، اسلاماباد باید له کابل سره د متمدنو او متقابلو اړیکو پر بنسټ چلند وکړي.
کرزي له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره د خپلو اړیکو د پیاوړتیا لپاره له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو کار واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي.
نوموړي ویلي، د جمهوري نظام پر مهال هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له ستونزو سره مخ وې او امریکا له دې وضعیت څخه خبره وه.
کرزي د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو هڅو کې د پاکستان رول هم مثبت بللی او ویلي یې دي چې اسلاماباد په دې برخه کې پر وخت او هوښیارانه اقدام کړی دی.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې باید بیاکتنه وشي او هیله یې څرګنده کړې چې اسلاماباد به له کابل سره د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې لا پیاوړې کړي.
کرزي همداراز ویلي، بریتانیا هغه هېواد دی چې له افغانستان او پاکستان سره تاریخي اړیکې لري او د سیمې له وضعیت ښه درک لري.
نوموړي چین هم د هرکلي وړ هېواد بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد په پاکستان کې د پام وړ نفوذ لري او له افغانستان سره هم ښې اړیکې لري.

