د ټکساس محکمې د کارملو انتوني د بیا محاکمې غوښتنه رد کړه

د ټکساس ایالت یوې قاضي د کارملو انتوني د بیا محاکمې غوښتنه رد کړې ده.

انتوني د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د فریسکو ښار په یوه ښوونیزه ځغاستیزه سیالۍ کې د ۱۷ کلن اسټین مېټکالف په وژونکي چاړه وهلو تورن او وروسته په ۳۵ کاله بند محکوم شوی و.

د انتوني وکیلانو د بیا محاکمې په غوښتنلیک کې ادعا کړې وه چې د محاکمې د دواړو لورو د وکیلانو ترمنځ یوې ناغوښتل شوې هوکړې نوموړي ته اجازه نه وه ورکړې چې د خپلې دفاع لپاره خپله شاهدي وړاندې کړي.

وکیلانو استدلال کړی و چې انتوني مېټکالف هغه مهال د ځان د دفاع په موخه په چاړه وهلی و؛ خو څارنوالانو دا ادعا رد کړې او پېښه یې ناحقه او په ښکاره ډول قصدي وژنه بللې ده.

قاضي د وکیلانو له غوښتنې سره موافقه ونه کړه او د انتوني د بیا محاکمې غوښتنلیک یې رد کړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا