روسیه کې د ډرون برید ۲ ماشومان ووژل؛ ۷ ټپیان شول

د روسیې او اوکراین جګړه کې د روسیې په سویلي کراسنودار سیمه کې د ډرون برید له امله دوه ماشومان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه د یوه ډرون پاتې‌شوني پر یوه وړکتون غورځېدلي چې له امله یې یاد تلفات رامنځته شوي دي.

د بې‌پیلوټه الوتکې پاتې‌شوني پر یو شمېر استوګنیزو ودانیو هم لګېدلي او په ځینو شرکتونو او ګودامونو کې یې اورلګېدنه رامنځته کړې ده.

تر اوسه د برید مسوولیت کوم لوري نه دی منلی. روسي چارواکو د پېښې په غبرګون کې پر هغو اقداماتو نیوکه کړې چې د ماشومانو او ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل کېږي.

بلخوا، په اوکراین کې هم د روسیې د تازه بریدونو له امله، د ماشومانو په ګډون، د لسګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره نړیوالې هڅې تر اوسه کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا