امریکا کې ځنګلي اور ۴۲ زره کسان تخلیې ته اړ کړل

د امریکا نیواډا ایالت، رینو ښار شمالي څنډو کې د پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله شاوخوا ۴۲ زره کسان له خپلو سیمو ایستل شوي او ۴۵ زره نورو ته د احتمالي تخلیې امر شوی دی.
د راپورونو له مخې، د «هاک» په نوم دغه اور شاوخوا ۱۳ زره جریبه ځمکه سوځولې او د رینو ښار استوګنیزو سیمو ته نږدې شوی دی.
په پېښه کې درې ملکي وګړي او درې د ژغورنې کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د نیواډا والي جو لومبارډو د واشو سیمې لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او د اور د مهارولو او خلکو د ژغورنې په موخه یې د ملي ګارد سرتېري او چورلکې هم ګومارلي دي.

