له اوکراین سره د خونړۍ جګړې دوام؛ روسیه د ایران جګړې د پای ته رسولو منځګړیتوب ته چمتو ده

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو چمتو دی چې د ایران جګړې پای ته رسولو او په منځني ختیځ کې د ثبات ټینګښت لپاره د منځګړیتوب په برخه کې رول ولوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر علیموف ویلي، که له مسکو څخه غوښتنه وشي، هېواد یې کولی شي د ایران جګړې د پای ته رسېدو لپاره له ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې دا دریځ د فارس خلیج امنیت په اړه د روسیې له نوې طرحې سره هم تړاو لري.

علیموف ویلي، مسکو غواړي د ایران جګړې د حل لپاره د ډیپلوماسۍ له لارې خپل رول ولوبوي.

روسیې تر دې وړاندې هم د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د حل لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی و.

مسکو دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې له اوکراین سره یې جګړه لا هم روانه ده او د یادې جګړې د پای ته رسولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو لورو هڅې دوام لري.

روسیه وايي، په منځني ختیځ کې د ثبات ټینګښت او د شخړو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې غوره انتخاب دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا