منځني ختیځ کې د امریکا جاسوسي تجهیزاتو ته بې‌ساری زیان اوښتی دی

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا پر ځینو پوځي اډو او استخباراتي تاسیساتو د پام وړ زیانونه اړولي دي.

«اېن‌بي‌سي نیوز» د څلورو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) او نورو استخباراتي ادارو ودانۍ او څارنیز تجهیزات زیانمن شوي دي.

د سرچینو په وینا، د اوښتو زیانونو کچه د دغو ادارو له لوري په وروستیو کلونو کې له تجربه شوو زیانونو سره د پام وړ توپیر لري او د بیارغونې لګښتونه یې ښايي میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.

راپور زیاتوي چې بریدونو د امریکا په ځینو پوځي اډو کې د دفاعي تدابیرو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې او امریکايي چارواکي اړ شوي چې د حساسو تاسیساتو د ساتنې لارې چارې له سره وارزوي.

د سرچینو په وینا، په زیانمنو برخو کې پرمختللي څارنیز تجهیزات او د استخباراتي معلوماتو راټولولو ځینې مرکزونه شامل دي.

د دغو تاسیساتو بیا رغونه به وخت او پام وړ مالي لګښت ته اړتیا ولري.

امریکايي چارواکو تر اوسه د زیانمنو ځایونو کره موقعیتونه او د مالي زیان اندازه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې؛ خو باخبره سرچینې وايي، دغه زیانونه ښايي په منځني ختیځ کې د امریکا پر استخباراتي او څارنیزو وړتیاوو اغېز ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا