کابل پوهنتون د استادانو د ګوښه کېدو راپورونه رد کړل

کابل پوهنتون هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د دغه پوهنتون یو شمېر استادان له خپلو دندو ګوښه شوي دي.
پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دغه راپورونه ناسم دي او د خلکو د اندېښمنولو لپاره خپرېږي.
اعلامیه زیاتوي چې اوس مهال په کابل پوهنتون کې ټولې علمي، څېړنیزې او اداري چارې په منظم ډول روانې دي او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته.
تر دې مخکې په ځینو ټولنیزو پاڼو کې د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د ګوښه کېدو ادعا شوې وه.

