اسلاماباد عالي محکمې ۸۷ افغان محصلانو ته د ویزو د ستونزې د حل لار وښوده

د اسلاماباد عالي محکمې ۸۷ افغان محصلانو ته، چې د تحصیلي ویزو تمدید غواړي، سپارښتنه کړې چې خپله موضوع د افغانستان سفارت له لارې له پاکستاني چارواکو سره تعقیب کړي.
قاضي خادم حسین سومرو ویلي، د افغانستان سفارت دې په دې اړه له پاکستاني لوري سره رسمي اړیکه ونیسي، څو د محصلانو د ویزو ستونزه حل شي.
یاد محصلان په ۲۰۲۳ کال کې د زدهکړو لپاره پاکستان ته تللي او اوس د خپلو تحصیلي ویزو د تمدید غوښتنه کوي.

