زمري میاشت کې د رېل له لارې ۷۰۴ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي

د ټولګټو وزارت وايي، په تېره زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور توکي لېږدول شوي دي.

د وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي، له دې ډلې ۴۶۴ زره او ۷۶۷ ټنه توکي د حیرتان بندر، ۳۹ زره او ۸۳۱ ټنه د آقینې بندر، ۶۲ زره او ۱۵ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۳۷ زره او ۶۸۷ ټنه توکي د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات هم وو او په زمري میاشت کې ۳ زره او ۷۵۱ ټنه ګاز لرونکې نوشابې صادرې شوې دي.

حق‌شناس وايي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو زیاتوالی کولی شي کاري فرصتونه رامنځته کړي، ملي عواید لوړ کړي او اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان‌بسیاينې ته زمینه برابره کړي.

ټولګټو وزارت وايي، د لا ډېرو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال د افغانستان د سوداګرۍ یوه د پام وړ برخه له ایران سره د پټلۍ او نورو ترانزیټي لارو ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا