بلخ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت شوه

د عدلیې وزارت وايي، د شمال زون امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې په بلخ ولایت کې ۱۰ زره جریبه ځمکه، چې دولتي ملکیت بلل شوې، د شرعي حکم له مخې امارتي ملکیت تثبیت کړې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاده ځمکه د نهرشاهي ولسوالۍ «مومناباد» سیمه کې موقعیت لري او تر دې وړاندې یې قضیه د ځمکو غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون څېړلې وه.
خبرپاڼه زیاتوي، محکمې د اسنادو، ملکیتي دفترونو او اړوندو ادارو معلومات له ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې ټوله ۱۰ زره جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.
د محکمې له پرېکړې سره سم، ځمکه نیوونکي مکلف دي چې یاده ځمکه د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.
د عدلیې وزارت په وینا، په ټول هېواد کې د امارتي غصب شویو ځمکو څېړنه، تثبیت او بېرته ترلاسه کولو بهیر روان دی.

