پر اوکرایني وسلو زیرمتون د روسیې برید؛ لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وایي، د روسیې په یوه بېپیلوټه الوتکې برید کې کییف ښار ته څېرمه د «میلا» په کلي کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
زلنسکي ویلي، د برید له پایلو سره د مبارزې او د زیانمنو خلکو د مرستې چارې له تېر ماښام راهیسې روانې دي او د همغږۍ مرکزونه هم جوړ شوي دي.
نوموړي ویلي، له ۳۰۰ ډېر دولتي بېړني خدمتونه په سیمه کې د ژغورنې او مرستې په عملیاتو بوخت دي.
د هغه په وینا، یو ګودام په نښه شوی چې وروسته یې چاودنه کړې او شاوخوا ودانیو، استوګنیزو کورونو او د زړو او معلولینو یوه پاملرنیز مرکز ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
زلنسکي زیاته کړې، د وژل شویو کسانو په ډله کې د دیمیتریفکا ټولنې مشر تاراس دیدیش هم شامل دی، چې د خلکو د ژغورنې پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
لسګونه کسان ټپیان شوي او له ۳۷۰ ډېر کسان له سیمې خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ویلي، د مهماتو د ناسمې ساتنې په تړاو د ملي پولیسو او امنیتي ادارې څېړنې هم پیل شوې دي؛ ځکه د استوګنیزو سیمو ترڅنګ د مهماتو ساتل منع دي.
د هغه په وینا، تېره شپه اودیسا، دنیپرو، کییف، زاپوریژیا، سومي، خرسون، خارکیف، میکولایف، دونیڅک او چرنیهیف سیمې هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
زلنسکي ویلي، په دغو بریدونو کې له ۲۶۰ ډېر بریدګر ډرونونه کارول شوي چې جټانجن لرونکي بېپیلوټه الوتکې هم پکې شاملې وې.
نوموړي زیاته کړې چې کییف په نږدې پرلهپسې توګه د جټانجن لرونکو بېپیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخ دی.
هغه د دغو بریدونو پر وړاندې د اوکراین له دفاع سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او پر روسیې د نورو بندیزونو غوښتنې له امله هم مننه کړې ده.

