هرات کې د ټاپي پروژې د ګاز نللیکې چارې په چټکۍ روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، هرات کې د ټاپي پروژې د ګاز نللیکې جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او تر اوسه یې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
وزارت نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هرات کې د ټاپي پروژې له ۱۵۳ کیلومتره ټاکل شوې لارې څخه ۱۴۵ کیلومتره هواره او چمتو شوې، ۱۲۰ کیلومتره نللیکه غځول شوې او ۱۲۸ کیلومتره د څارنې سړک جوړ شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د نللیکې خښولو لپاره ۸۷ کیلومتره ځمکه کیندل شوې او ۵۱ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې شوې ده.
همداراز، لومړي کمپ ته د ۱۰۶ کیلومتره نللیکې د انتقال چارې بشپړې شوې دي.
بلخوا، د ترکمن ګاز شرکت په مرسته هرات کې د ګاز وېش شبکې ډیزاین پیل شوی او ټاکل شوې چې ساحوي چارې یې هم ژر پيل شي.
د راپور له مخې، هرات کې د ۲۲ کیلومتره اوږدوالي او ۲۰ انچه قطر لرونکې فرعي نللیکې جوړولو چارې هم ژر پیلېږي.
دغه نللیکه به هره ورځ د ۸.۸ میلیونه او په کال کې د ۳.۲ میلیارده متر مکعب ګاز د وېش او تنظیم ظرفیت ولري.
تر دې وړاندې د هرات والي ویلي وو چې ټاکل شوې د ټاپي پروژې اړوند چارې په دغه ولایت کې تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي.

