پنجشېر کې د ۱۲۵ زره ډالرو په ارزښت ۵۰ کرنیزې پروژې بشپړې شوې

په پنجشېر ولایت کې د ۱۲۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۰ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په دغو پروژو کې د درې، حصه اول او مرکز ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ۵۰ شنوخونو جوړول شامل دي، چې د سبزیجاتو تولید او کرنیزو نیالګیو روزنې لپاره کارول کېږي.

ځايي مسوولین وايي، په نږدې ورځو کې به یو زر بزګرانو ته اصلاح شوي د غنمو تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شي.

همداراز، په وروستیو ورځو کې ۱۵۰ بزګرانو ته د رېبلو ماشینونه هم ورکړل شوي دي.

د مسوولینو په وینا، دغه پروژې د کورنیو کرنیزو تولیداتو زیاتوالي، بزګرانو ملاتړ، کاري فرصتونو رامنځته کولو او په پنجشېر کې د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا لپاره پلې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا