عبدالنافع ټکور د ۱۱۹ ریاست د رییس په توګه وټاکل شو

عبدالنافع ټکور د کورنیو چارو وزارت عامه اړیکو لوی ریاست اړوند د ولسي شرطې او ۱۱۹ ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی او په یوه رسمي غونډه کې معرفي شو.

نوموړي له معرفي کېدو وروسته رسماً خپله دنده پیل کړه.

د معرفي کولو غونډه کې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر مسوولینو د ولسي شرطې پر رول، له خلکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د ۱۱۹ شمېرې له لارې د جرمونو او امنیتي پېښو د راپورونو پر وخت ترلاسه کولو ټینګار وکړ.

مسوولینو وویل، ولسي شرطه او ۱۱۹ ریاست له خلکو سره د شرطې اړیکو په پیاوړتیا، د امنیتي ستونزو په چټک تشخیص او هېوادوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

په غونډه کې پر مسوولیت‌پذیرۍ، د کاري بهیر پر ښه‌والي او خلکو ته د پر وخت او غوره خدمتونو پر وړاندې کولو هم ټینګار وشو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا