مجاهد: افغانستان کې له ۱۰ میلیونو ډېر زدهکوونکي او زدهکړیالان پر زدهکړو بوخت دي

مولوي ذبیحالله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» څلورم مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، اوس مهال په ټول هېواد کې له ۱۰ میلیونو ډېر زدهکوونکي او زدهکړیالان په بېلابېلو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې پر زدهکړو بوخت دي.
مجاهد ویلي، په هېواد کې ۲۳۸ ښوونیز مرکزونه رغول شوي او له دوو میلیونو ډېر کسان په دیني مدرسو کې زدهکړې کوي.
نوموړي زیاته کړې، له ۹۳ زرو ډېرو کسانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره شوې او شاوخوا ۳۸ زره دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونیز مرکزونه فعال دي.
هغه همداراز ویلي، د ښوونکو او اړوندو ادارو کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره په بېلابېلو برخو کې زرګونه روزنیز سیمینارونه جوړ شوي دي.

