سږ کال له هرات څخه ۱۱۰ زره ټنه توکي صادر شوي دي

د هرات ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له دغه ولایت څخه څه باندې ۱۱۰ زره ټنه کورني تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د یادې خونې په وینا، د دغو صادراتو ټولیز ارزښت ۹۰ میلیونه او ۸۸۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.
صادر شوي توکي وچه او تازه مېوه، درملیز بوټي، زعفران، سابه، د صنعتي ښارګوټي ځینې تولیدات، لاسي غالۍ، د څارویو محصولات او یو شمېر نور کورني تولیدات دي.
د معلوماتو له مخې، دغه توکي د امریکا، یو شمېر اروپايي او عربي هېوادونو، د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین او هند بازارونو ته صادر شوي دي.
د پاکستان له لارې د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د افغانستان ډېری صادرات د ایران له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو او نورو نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پراخې شوې او چارواکو د اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

