د اوکراین په جګړه کې شاوخوا ۱۲ میلیونه کتابونه له منځه تللي دي

د راپورونو له مخې، د اوکراین پر خپرندویو مرکزونو د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله شاوخوا ۱۲ میلیونه کتابونه له منځه تللي دي.

په زیانمنو مرکزونو کې د «کونوي» په نوم یو خپرندوی شرکت هم شامل دی چې اټکل کېږي، د برید پر مهال یې شاوخوا ۱.۳ میلیونه کتابونه له لاسه ورکړي دي.

ځايي رسنیو ویلي، یاد خپرندوی شرکت د شپې مهال په توغندیز برید کې په نښه شوی دی. په وروستیو اوونیو کې پر ۳۵ څخه ډېرو خپرندویو مرکزونو بریدونه شوي دي.

د «کونوي» خپرندویې ادارې مشرې ویکتوریا هایدای ویلي، باور لري چې دغه بریدونه قصدي دي او موخه یې د اوکراین د ملي هویت له منځه وړل دي؛ خو نوموړې ټینګار کړی چې روسیه به په دې هدف کې بریالۍ نه شي.

په کیف کې د «پوچینا» په نوم د دویم لاس کتابونو بازار هم په بریدونو کې زیانمن شوی چې سلګونه هټۍ او ګڼ شمېر ارزښتناک کتابونه پکې له منځه تللي دي.

لیکوالې لیلیا ولیکا د بازار په کنډوالو کې د کتابونو لټون پیل کړی او ویلي یې دي چې کتابونه خلک ژغوري او له لاسه ورکول یې د زړونو له لاسه ورکولو په څېر دي.

د راپورونو له مخې، موزیمونه، هنري ګالري، فلمي سټوډیوګانې، کتاب‌پلورنځي او اوپرا کورونه هم زیانمن شوي او د رغونې لګښت یې شاوخوا ۱۱.۲ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

د اوکراین د کلتور وزیرې تتیانا برژنا ویلي، روسیې له ۱۹۰۰ ډېر میراثي ځایونه او له ۲۰۰۰ ډېر کلتوري بنسټونه په نښه کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا