بقايي: اروپا دې د امریکا د غوښتنو او ستراتېژیکې خپلواکۍ ترمنځ یو انتخاب وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، اروپا نه شي کولای هممهاله د «ستراتېژیکې خپلواکۍ» خبره وکړي او د امریکا غوښتنې هم ومني.
بقايي پر «ایکس» ټولنیزه شبکه لیکلي، رښتینې خپلواکي هغه مهال معنا پیدا کوي چې اروپا وکولای شي په خپلواکه او مسؤولانه توګه پرېکړې وکړي، حتا که دغه پرېکړې د یوه ستر ځواک له دریځ سره توپیر ولري.
نوموړي ټینګار کړی چې اروپا باید د یوه خپلواک نړیوال لوبغاړي په توګه د خپل دریځ ساتلو او یا د واشنګټن د سیاستونو د تعقیب ترمنځ انتخاب وکړي.

