ډونالډ ټرمپ: له ۱۸ کلنۍ پورته هر امریکايي وګړي ته ۵ زره ډالر ورکوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، هر هغه امریکايي وګړي ته چې عمر یې له ۱۸ کلونو پورته وي، ۵ زره ډالر ورکول کېږي او نوموړي دغه پیسې د «ټرمپ ونډې» په نوم یادې کړې دي.

ټرمپ ویلي، امریکا اوس ټریلیونونه ډالر عواید ترلاسه کوي او هر بالغان امریکايي وګړي ته به ۵ زره ډالر ورکړل شي. نوموړي دغه طرحه د جمهوري غوښتونکو ګوند په بریا پورې مشروطه کړې ده.

هغه ویلي، که جمهوري غوښتونکي د نومبر په منځ‌مهالو ټاکنو کې د استازو جرګې او سنا کنټرول ترلاسه کړي، له یو ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې به ووېشل شي.

ټرمپ دغه څرګندونې د جمهوري غوښتونکو ګوند د منځ‌مهالو ټاکنو په کنوانسیون کې کړې دي.

بلخوا، د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن ویلي، د ۵ زره ډالرو تادیاتو عملي کېدل د کانګرېس تصویب ته اړتیا لري او دا طرحه به یوازې له تصویب وروسته پلې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا