بنسلمان له اسرائیلو د انصارالله پر وړاندې د مرستې غوښتنه کړې

اسرائیلي ورځپاڼې «هیوم» راپور ورکړی چې سعودي عربستان له اسرائیلو غوښتي، څو له یمن د انصارالله پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له لارې اسرائیلو ته غیرمستقیم پیغام استولی او په هغه کې یې له انصارالله سره د مقابلې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
«هیوم» د دغه پیغام په حواله ویلي، سعودي عربستان له اسرائیلو غوښتي چې د انصارالله پر وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې چې د اسرائیلو امنیتي ادارې اوس مهال د یمن جګړې ته په مستقیم ډول د ننوتلو پلان نه لري؛ خو که اسرائیل د انصارالله له لوري په نښه شي، ښايي په دې دریځ کې بدلون راشي.
بلخوا، اسرائیلي ورځپاڼې «یدیعوت احارونوت» راپور ورکړی چې د انصارالله وروستیو بریدونو د اسرائیلو امنیتي ادارې د چمتووالي کچه لوړه کړې او د سیمې تحولات له نږدې څاري.
د راپور له مخې، په سره سمندرګي او بابالمندب ساحلي سیمو کې وروستیو تحولاتو د سمندري تګراتګ د امنیت او د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
«یدیعوت احارونوت» د هرمز او بابالمندب تنګو په اړه ویلي چې په دغو مهمو سمندري مسیرونو کې هر ډول ګډوډي کولی شي د نړیوالې کښتۍچلونې پر بهیر اغېز وکړي.
د دغې ورځپاڼې په وینا، د اسرائیلو د پوځ ارزونه ښيي چې په سره سمندرګي کې روان تحولات د سیمې د سمندري امنیت په وضعیت کې د پراخ بدلون برخه ده؛ هغه وضعیت چې له هرمز تنګي څخه تر بابالمندب او نورو مهمو سمندري مسیرونو پورې غځېږي.

