نورستان کې د سلام شبکې دوه سایټونه فعال شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، نورستان مرکز کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزي په اېکسپاڼه لیکلي، یاد سایټونه مرکز اړوند «کوش» او «ثثوم» سیمو کې فعال شوي دي.
د نوموړي په وینا، «کوش» کې پخوانی سایټ بېرته فعال شوی او اوس ۲G او ۳G مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي.
همداراز، «ثثوم» سیمه کې د نوي سایټ له فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو او شاوخوا کلیو ته هم یاد خدمتونه برابر شوي دي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د سلام شبکې لسګونه سایټونه فعال شوي او خلکو ته یې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه برابر کړي دي.
بلخوا، یو شمېر هېوادوال له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه غواړي چې د انټرنېټي کڅوړو بیې راکمې کړي او خلکو ته ارزانه مخابراتي خدمتونه برابر شي.

