د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د تېر یوه کال پر مهال د یو شمېر لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، چې ورسره پر کورنیو او تولیدوونکو اقتصادي فشار هم زیات شوی دی.
دغه بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، د غنمو بیه د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه لوړه شوې، په داسې حال کې چې د منځني کیفیت اوړو بیه ۱۲ سلنه او لوړ کیفیت اوړه اووه سلنه ګران شوي دي.
راپور ښيي چې د وریجو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي؛ د پلوي وریجو بیه ۲۲ سلنه او د شولې وریجو بیه ۳۵ سلنه زیاته شوې ده.
همداراز، د خوراکي غوړیو بیه ۱۴ سلنه او بوره ۱۱ سلنه لوړه شوې ده.

