یوناما پلاوي په هلمند کې پر اقتصادي او پراختیايي چارو خبرې کړې

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د مرستیال برونو لامارکي په مشرۍ یوه پلاوي هلمند ته سفر کړی او له والي مولوي امان‌الدین منصور سره یې د دغه ولایت پر اقتصادي، کرنیزو، روغتیايي او ښوونیزو برخو خبرې کړې دي.

د هلمند مقام ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، په دې کتنه کې د ولایت پر عمومي وضعیت، امنیت، اقتصادي فعالیتونو، پراختیايي پروژو، د کوکنارو بدیل معیشت، د کرنیزو او تولیدي محصولاتو بازارموندنې او د پروژو لپاره د بودیجې جلب په اړه بحث شوی دی.

مولوي امان‌الدین منصور ویلي، د خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره باید په ځانګړي ډول روغتیا، پوهنه، اقتصاد او بدیل معیشت برخو کې پراختیايي پروژې پیاوړې او پراخې شي.

بلخوا، برونو لامارکي په هلمند کې امنیت او ثبات د اقتصادي او پراختیايي فعالیتونو لپاره مهم بللي او د دغو هڅو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د کوکنارو کښت مخنیوي ترڅنګ، بزګرانو ته د دوامدار او قانوني بدیل معیشت زمینه برابرول هم اړین دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا