هرات کې د تېرو پنځو کلونو پراختیايي پروژو ارزښت له ۵.۶ میلیارد ډالرو اوښتی

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د کانونو، زیربناوو او عامه خدمتونو په برخو کې ګڼې پروژې بشپړې شوې او یو شمېر نورې لا هم روانې دي.

د اعلان شویو پروژو ارزښت له ۵.۶ میلیارد ډالرو اوړي.

د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي نن په خبري غونډه کې وویل، په تېرو پنځو کلونو کې ولسوالیو کې د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ، د سترو اقتصادي او پراختیايي پروژو پلي کېدو ته هم زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل، شینډنډ کې د شینډنډ ـ پشت‌کوه سړک د جوړولو دوه میلیون ډالري پروژه، د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت یوه ودانۍ او څو چک‌ډیمونه جوړ شوي دي.

سعیدي زیاته کړه، ادرسکن کې د سرب او جست کان استخراج پیل شوی، چې ورسره د کارموندنې او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا تمه کېږي.

نوموړي وویل، غوریان کې د شاوخوا ۵.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د اوسپنې کان د استخراج چارې پیل شوې، د روزنک اوسپنې پروژې کار روان دی او د اوبو رسولو شبکه هم جوړه شوې ده.

د هغه په وینا، پشتون‌زرغون کې د «تودي» اوسپنې کان پر پروژه شاوخوا ۱۴۰ میلیون ډالره پانګونه کېږي او کرخ کې د پاشدان بند پروژه هم له مهمو پراختیايي طرحو څخه ده.

سعیدي وویل، زنده‌جان کې نوی ترمینل، د اوسپنې پټلۍ، زلزله‌ځپلو لپاره کورونه، چک‌ډیمونه او د کډوالو ښارګوټی جوړ شوي دي.

د زلزله‌ځپلو لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۱۰۲ میلیون افغانۍ هم لګول شوې دي.

هغه زیاته کړه، ګلران کې د سړکونو قیرریزي، د اوبو رسولو شبکو او زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو جوړولو چارې ترسره شوې دي.

د پراختیايي پروژو لپاره ۲۶ میلیون افغانۍ او د اوبو رسولو او کاریزونو په برخه کې ۱۵ میلیون افغانۍ لګول شوې دي.

د هرات ولایت مقام ویاند وویل، کهسان کې د اسلام‌کلا بندر اړوند ۱۷۷ معیشتي او پراختیايي پروژې، چې ارزښت یې ۳۰۰ میلیون افغانۍ ښودل شوی، پلې شوې او د اوسېدونکو او مسافرو لپاره بېلابېل تاسیسات جوړ شوي دي.

نوموړي وویل، اوبه ولسوالۍ کې هم پراختیايي پروژې عملي شوې او شاوخوا ۳۰ کیلومتره سړک قیرریزي شوی دی.

مفتي سعیدي ټینګار وکړ چې په هرات ولسوالیو کې یو شمېر سترې اقتصادي او زیربنايي پروژې لا هم روانې دي او د بشپړېدو په صورت کې به د اقتصادي ودې، کارموندنې او خلکو ته د غوره خدمتونو رسولو زمینه لا پراخه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا