هرات کې له نږدې ۳ زره راستنو شویو کورنیو سره د نغدي مرستې هوکړه لاسلیک شوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) سره د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرسته به په هرات ولایت کې له پاکستان څخه راستنو شویو ۲ زره او ۸۴۴ کورنیو ته د نغدي مرستو په توګه ووېشل شي.
د هوکړې د لاسلیک پر مهال دواړو لوریو پر راستنو شویو کورنیو د لا ډېر ملاتړ او مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

