هرات والي او ترکمنستاني سرقونسل د سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا خبرې وکړې

د هرات والي مولانا اسلام‌جار له ترکمنستاني سرقونسل باتور یولوف سره په کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د ترانزیټي لارو پراختیا، هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه او له ترکمنستانه د هرات له لارې فراه ته د برېښنا لېږد په اړه هم بحث شوی دی.

اسلام‌جار ویلي، د تورغونډۍ له لارې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ترانزیټ او سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې شوې دي او د دې لارې پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.

هغه د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه مهمه بللې او ویلي یې دي چې د دې پروژې بشپړېدل کولی شي د سیمې شمال او جنوب سره ونښلوي او د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره نوې لارې پرانیزي.

د هرات والي همداراز له ترکمنستانه فراه ته د هرات له لارې د برېښنا لېږد په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې سیمه‌ییزو مسوولینو دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

بلخوا، د ترکمنستان سرقونسل ویلي، د تورغونډۍ له لارې د ترانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره به هر اړخیزې هڅې وشي او په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو همکارۍ دوام ومومي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا