امریکا اسرائیلو ته ۴۰ زره درانه بمونه ورکوي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره اسرائیلو ته د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۴۰ زره درنو بمونو د پلورلو لپاره د یوه نوي وسلوال تړون د چمتو کولو په حال کې ده.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، په دې بسته کې ۲۰ زره «Mk84» او ۲۰ زره «BLU-117» بمونه شامل دي چې هر یو شاوخوا ۹۰۷ کیلوګرامه وزن لري.

د راپورونو له مخې، په بسته کې د «I-2000» په نوم ۲۰ زره نفوذي سرګلولې هم شاملې دي چې د کلکو او تر ځمکې لاندې هدفونو لپاره کارول کېدای شي.

د امریکا کانګرس اړوند کمېټې له دې احتمالي معاملې په غیررسمي ډول خبرې شوې دي.

د دې وسلو ډېره برخه به د امریکا د بهرني پوځي تمویل له لارې برابره شي؛ یعنې اسرائیل ته د امریکا له بودجې ورکړل شوې مرستې د امریکايي وسلو د پېرلو لپاره کارول کېږي.

امریکايي چارواکو ویلي چې بهرني وسلوال پلور د قانوني بهیر له مخې ترسره کېږي، خو د روانې معاملې په اړه یې له څرګندونو ډډه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا