د ادارو کاري ساعتونه له سهار ۸:۳۰ تر ماسپښین ۳:۳۰ بجو وټاکل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۵ لمریز کال د وروستیو شپږو میاشتو لپاره د مرکزي او ولایتي ادارو کاري ساعتونه اعلان کړي دي.
د خبرتیا له مخې، له تلې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د کب تر وروستۍ ورځې پورې به له شنبې تر چهارشنبې کاري وخت د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰ بجو پورې وي.
د پنجشنبې په ورځو کې به کارکوونکي له سهار ۸:۳۰ بجو څخه تر ماسپښین ۱:۳۰ بجو پورې دندې ترسره کوي.
له شنبې تر چهارشنبې به د غرمې له ۱۲ بجو تر ۱ بجې پورې د لمانځه او ډوډۍ خوړلو لپاره یوهساعته وقفه هم وي.
وزارت ویلي، د روژې مبارکې میاشتې لپاره به ځانګړي کاري ساعتونه وروسته اعلان شي.
دغه مهالوېش له روژې پرته د کال نورو ورځو ته ځانګړی شوی دی.

