په کابل کې د خاتمالنبیین پوهنتون فعالیت په رسمي ډول ودرول شو

د کابل خصوصي خاتمالنبیین پوهنتون فعالیت نن، چهارشنبه د وږي ۲۵مه، د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په رسمي ډول درول شوی دی.
د راپورونو له مخې، د پوهنتون فعالیت له څو اوونیو وروسته درول شوی، خو د پرېکړې د عملي کېدو څرنګوالي او د محصلانو او استادانو په اړه یې تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
خاتمالنبیین له خصوصي پوهنتونونو څخه دی او تر وروستیو ورځو یې خپلې علمي او ښوونیزې چارې روانې وې.
د سرچینو په وینا، په تېره میاشت کې د پوهنتون په رهبرۍ کې هم بدلونونه راغلي وو.

