غزه کې د اووه‌پوړیزې ودانۍ نړېدو ۲۰ کسان وژلي

په غزه کې یوې اووه‌پوړیزې ودانۍ نړېدو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي. چارواکي وایي، ښايي نږدې ۱۰۰ کسان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

د غزې اوسېدونکي وایي، د سرپناه کمښت له امله خلک اړ شوي وو چې په زړو او زیانمنو ودانیو کې ژوند وکړي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، یاده ودانۍ له وړاندې د نړېدو له ګواښ سره مخ وه، خو د بدیل ځای نشتوالي له امله کورنۍ پکې پاتې وې.

د ژغورنې ډلې لا هم تر خاورو لاندې د کسانو د موندلو هڅې کوي؛ خو د درنو وسایلو کمښت یې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، په غزه کې لسګونه زره کسان په نږدې دوه زره زیانمنو ودانیو کې ژوند کوي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې جګړې شاوخوا ۶۱ میلیونه ټنه ویجاړ شوي توکي او پاتې شوني پرېښي، چې پاکول یې ښايي کلونه وخت ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا