افغان کرکټ ملي لوبډله د هند پر وړاندې د وروستۍ لوبې لپاره لوبغالي ته ورسېده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له هند سره د شلاوریزو سیالیو درېیمې او وروستۍ لوبې لپاره د هند نوي ډیلي ښار ارون جېټلي لوبغالي ته ورسېده.
هند په لومړۍ او دویمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې او افغان لوبډله هڅه کوي وروستۍ لوبه په بریا پای ته ورسوي.

