د پاکستان د پولیسو پر مرکز برید کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته ورسېد

د پاکستان په شمال کې د پولیسو پر یوه مرکز د چاودنې او وسله‌وال برید له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.

د فرانسې خبري اژانس د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په حواله راپور ورکړی چې وژل شویو کسانو کې ۱۶ پولیس هم شامل دي.

پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د جمعې په ورځ د پولیسو پر یوه مرکز شوې ده.

د چارواکو په وینا، یو شمېر وسله‌وال لا هم د مرکز په یوه برخه کې پټ دي او له تېرې شپې راهیسې نښته روانه ده.

پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو بریدونو مسوولیت په افغانستان کې مېشتو وسله‌والو ډلو پورې تړي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعا رد کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا