د پاکستان د پولیسو پر مرکز برید کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته ورسېد

د پاکستان په شمال کې د پولیسو پر یوه مرکز د چاودنې او وسلهوال برید له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
د فرانسې خبري اژانس د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په حواله راپور ورکړی چې وژل شویو کسانو کې ۱۶ پولیس هم شامل دي.
پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د جمعې په ورځ د پولیسو پر یوه مرکز شوې ده.
د چارواکو په وینا، یو شمېر وسلهوال لا هم د مرکز په یوه برخه کې پټ دي او له تېرې شپې راهیسې نښته روانه ده.
پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو بریدونو مسوولیت په افغانستان کې مېشتو وسلهوالو ډلو پورې تړي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعا رد کړې ده.

