جاپان کې د اسیايي لوبو شلمه دوره پیل شوه

د آسیايي لوبو شلم پړاو د شنبې په ورځ د جاپان په ناګویا ښار کې د پرانیستلو له مراسمو سره پیل شو او د اکټوبر تر څلورمې به دوام وکړي.

د پرانیستلو مراسمو کې د ۴۵ هېوادونو او سیمو ورزشکارانو ګډون وکړ او د جاپان امپراتور ناروهيټو د لوبو رسمي پیل اعلان کړ.

د آسیا د المپیک شورا مشر وویل، ورزشکاران په داسې حال کې سیالۍ کوي چې نړۍ له شخړو سره مخ ده او سپورټ کولی شي د ملتونو ترمنځ د سولې، همغږۍ او ملګرتیا زمینه برابره کړي.

په دې پړاو کې له ۱۱ زرو ډېر ورزشکاران له ۴۵ هېوادونو څخه ګډون لري او په ۴۱ سپورټي څانګو کې سیالۍ کوي.

افغانستان هم د ۳۴ ورزشکارانو په ګډون اته سپورټي ډلې دې سیالیو ته استولي دي.

ټاکل شوې، نن محمدجعفر سلطاني، شهزاده ساپی، محمدخالد هوتک او حامد اشرفي د ووشو په برخه کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا