غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۴ فلسطینیان وژل شوي

د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو او ډزو کې لږ تر لږه څلور فلسطینیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» ویلي، د غزې ښار په ختیځ شجاعیه سیمه کې یو فلسطینی د اسرائیلي ځواکونو په برید کې وژل شوی او یوه فلسطینۍ نجلۍ هم د نصیرات کمپ په شمال کې د ټوپک‌ډزو له امله د ټپي کېدو وروسته مړه شوې ده.

د راپور له مخې، د غزې په شمال کې د جبالیا کمپ لوېدیځ ته د اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو فلسطینی ځوان وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې ویلي، وژل شوی کس بصیر البرش نومېږي او د غزې د روغتیا وزارت د عمومي رئیس منیر البرش مشر زوی و.

په یوه بله پېښه کې، د غزې ښار شیخ رضوان سیمه کې اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې یو ملکي موټر په نښه کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه څلور نور، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

همداراز، د غزې په مرکزي سیمو کې د جلا پېښو پر مهال یو ځوان سخت ټپي شوی، یوه ښځه په ډزو کې ټپي شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده. په البریج کمپ کې یو ماشوم هم د ډزو له امله ټپي شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا