شمالي کوریا د جاپان سمندر پر لور بالستیک توغندی وتوغاوه

د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ویلي، شمالي کوریا لږ تر لږه یو بالستیک توغندی د ختیځ سمندر، چې د جاپان سمندر په نوم هم یادېږي، پر لور توغولی دی.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي، توغندی د سمندر پر لور توغول شوی، خو د هغه د ډول او واټن په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

جاپاني چارواکو هم ویلي چې ښايي توغندی د دغه هېواد له ځانګړې اقتصادي سیمې بهر لوېدلی وي.

د توغندي توغول کېدل وروسته له هغې شوي چې شمالي کوریا د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان په ګډو سمندري پوځي تمرینونو نیوکه کړې وه.

تر اوسه شمالي کوریا د وروستي توغندي په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا