د ایران بهرنیو چارو وزارت: نړیواله ټولنه دې په غزه کې د جرمونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي

ایراني بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د غزې او لویدیځې غاړې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د فلسطینیانو د وژنې د درولو، غزې ته د بشري مرستو رسولو او د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
وزارت همداراز د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هغه څرګندونې غندلې چې د مسجدالاقصی په اړه یې کړې دي او دا یې د سپېڅلو ځایونو پر وړاندې اقدام بللی دی.
ایراني بهرنیو چارو وزارت اسرائیل په غزه او لویدیځه غاړه کې پر جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو تورن کړی او د دغو مواردو د قضايي څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
تهران همداراز د اسرائیلو لپاره د امریکا پر سیاسي، پوځي او مالي ملاتړ نیوکه کړې ده.
په اعلامیه کې د فلسطیني بندیانو وضعیت هم یاد شوی او د هغوی د نیول کېدو، شکنجې او مړینې په اړه ادعاوې شوې دي.
ایراني بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو حق ته لومړیتوب ورکړي، جګړه او اشغال پای ته رسولو، د بشري مرستو رسولو او د ادعا شویو جرمونو د عاملینو د قضايي څېړنې لپاره اقدام وکړي.

