د برازیل ولسمشر پر ټرمپ سختې نیوکې وکړې

د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حق نه لري چې پر نورو هېوادونو خپله اراده تحمیل کړي او واشنګټن باید د هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.
لولا د CNN له خبریالې کریستیان امانپور سره په مرکه کې وویل، ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د خپل هېواد د چارو د سمبالولو واک لري، خو پر نورو هېوادونو د حکومت کولو یا خپله اراده پرې د تپل کېدو حق نه لري.
هغه د نړیوالو اړیکو په برخه کې د څو اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره باید څو اړخیزه همکاري پیاوړې شي.
لولا همداراز وویل، برازیل له امریکا سره خبرو او مذاکرې ته چمتو دی، خو د بهرني فشار او تحمیل منلو ته چمتو نه دی.
نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې له پیل مخکې کړې دي.

