ټاپي نللیکه؛ افغانستان او پاکستان ته د ګاز لېږد په ۲۰۲۷ کال کې پیلېږي

په پاکستان کې د ترکمنستان سفارت وایي، د ټاپي ګاز نللیکې مهمې برخې به تر بشپړېدو وروسته په ۲۰۲۷ کال کې افغانستان او پاکستان ته د ګاز لېږد پیل کړي.
په اسلاماباد کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف ویلي، تمه ده د ټاپي پروژې سرحداباد ـ هرات برخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي.
د ټاپي نللیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې چې هر کال ۳۳ میلیارد متر مکعب ترکمن ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.
د معلوماتو له مخې، د سرخس ـ هرات ۱۵۳ کیلومتره برخې د جوړولو چارې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې پیل شوې او تر اوسه یې ۱۱۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده.
ترکمنستان وایي، ټاپي پروژه به د سیمې انرژۍ اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ، اقتصادي همکاریو ته هم پراختیا ورکړي.

