کاپیسا کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژنې عامل نیول شوی

ځایي مسوولین وایي، امنیتي ځواکونو په کاپیسا کې هغه کس نیولی چې په تګاب ولسوالۍ کې یې د یوې کورنۍ څلور غړي په ډزو وژلي وو.

مسوولینو ویلي، «عمر» نومی کس د تګاب او اله‌سای ولسوالیو ترمنځ په «درم‌درم» سیمه کې له یوه کلاشینکوف سره نیول شوی دی.

د هغوی په وینا، نوموړي د لومړنیو څېړنو پر مهال په وژنو کې خپل جرم منلی او د قضیې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه وړمه شپه شاوخوا دوې بجې د تګاب ولسوالۍ په «ببرخواجه» کلي کې شوې وه. په وژل شویو کسانو کې درې ښځې او یو ماشوم شامل وو.

مسوولین وایي، د پېښې لومړنی لامل کورنۍ دښمني ښودل شوې او نیول شوی کس اوس تر څېړنې لاندې دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا