آذربایجان: افغانستان د سیمې د نښلولو پر مهم مرکز د بدلېدو وړتیا لري

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډلې په غونډه کې د آذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، افغانستان د سوداګرۍ، ترانزیټ او انرژۍ په برخو کې د پراخو سیمهییزو همکاریو له لارې د سیمې د نښلولو پر مهم مرکز د بدلېدو وړتیا لري.
د آذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي په غونډه کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره اقتصادي او سیمهییزې همکارۍ کولی شي د دغه هېواد د ثبات او اقتصادي پراختیا په برخه کې هم اغېز ولري.

