مسکو کې د افغانستان سفارت د نوې ودانۍ لپاره ځمکه ځانګړې شوه

په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو استازولیو د خدمتونو عمومي ادارې له لوري د افغانستان سفارت ودانۍ او اړوندو تأسیساتو جوړولو لپاره ځانګړې شوې ځمکه وکتله.
یاده ځمکه د مسکو ښار په یوه ستراتیژیکه سیمه کې موقعیت لري او ټاکل شوې چې پر هغې د افغانستان سفارت ودانۍ او اړوند تأسیسات جوړ شي.
د دې ځمکې له ټاکلو سره به د مسکو په دیپلوماتیکه سیمه کې د افغانستان سفارت لپاره د مناسبې ودانۍ او اړوندو اسانتیاوو د جوړولو زمینه برابره شي.

