د هند او یوناما چارواکو د افغانستان پر بشري اړتیاوو خبرې وکړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې سره لیدلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په اېکسپاڼه کې لیکلي، میسري په دې لیدنه کې د افغانانو بشري اړتیاوو ته د دوامدارې پاملرنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز د افغانستان په اړه د یوناما هڅې ستایلې او له ملګرو ملتونو سره یې په دې برخه کې د هند د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
دا لیدنه داسې مهال شوې چې افغانستان لا هم له بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نړیوالې ادارې د افغانانو د پراخو بشري اړتیاوو په اړه راپورونه ورکوي.

