بریتانیا په نوې طرحه کې افغان او فلسطیني ښځینه پناهغوښتونکي مني

د بریتانیا حکومت غواړي د یوه نوي پروګرام له لارې یو شمېر پناهغوښتونکي په قانوني ډول دغه هېواد ته ولېږدوي.
په لومړني پړاو کې به ښځو او نجونو، فلسطیني پناهغوښتونکو، معلولیت لرونکو او هغو کسانو ته چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، ځانګړې پاملرنه وشي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود به د دې پروګرام جزییات د کارګر ګوند په یوه غونډه کې اعلان کړي.
ټاکل شوې ده چې پروګرام لومړی د څو سوه کسانو په لېږدولو پیل شي او وروسته یې د منلو ظرفیت زیات شي.
پناهغوښتونکي به بریتانیا ته له داخلېدو مخکې د هویت، امنیتي او جرمي سابقې له ارزونې تېرېږي.
د شرایطو پوره کولو په صورت کې د یوې کورنۍ غړي هم یوځای لېږدول کېدای شي.
د بریتانیا حکومت وايي، دغه طرحه د غیرقانوني مهاجرت د کمولو ترڅنګ، زیانمنو کسانو ته د قانوني او منظمې لارې برابرولو په موخه عملي کېږي.

