بټيکوټ کې د دوو موټرو ټکر درې کسان مړه او درې ټپیان کړل

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، بټيکوټ ولسوالۍ اړوند څلورم فارم سیمه کې د ویټز او کراسروډ موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره پنجشنبه هم بټيکوټ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.

