معنوي: د څلورو چارواکو د نیولو حکمونه د حسابورکونې دوام ښيي

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د اسلامي امارت د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو حکمونو علني کېدل ښيي چې د افغانستان اړوند قضیه لا نه ده تړل شوې او قانوني مسوولیت د وخت په تېرېدو نه له منځه ځي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د اکتوبر پر پنځمه د اسلامي امارت مشر هبتالله اخوندزاده، د سترې محکمې قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله اغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه علني کړل.
دغه حکمونه په ۲۰۲۵ کال کې صادر شوي وو.
محکمې ویلي، پر یادو کسانو د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد ځورونې په تړاو د مسوولیت معقول بنسټونه موجود دي.
معنوي د محکمې له وروستي اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، د افغانستان اړوند قضیه لا نه ده تړل شوې.
نوموړي ادعا کړې چې دی او یو شمېر نورو کسانو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان وضعیت او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه معلومات له محکمې سره شریک کړي وو.
هغه ویلي، له هغه وخت راهیسې د افغانستان په تړاو د محکمې بهیر ورو، خو پرلهپسې روان دی او له دغې ادارې یې غوښتي چې راتلونکي ګامونه لا چټک او پرېکنده کړي.

