کابل کې د امام ابوحنیفه پنځم نندارتون پرانیستل شو

کابل نن، چهارشنبه، د اکټوبر ۷مه، د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پنځم ملي او نړیوال نندارتون کوربه دی.

د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې، چین، ایران، هند او ترکیې په ګډون د سیمې له شلو ډېر هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.

په نندارتون کې سلګونه کورني او بهرني شرکتونه هم ګډون لري او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له لوري له ۸۰۰ ډېرې غرفې جوړې شوې، چې بېلابېل محصولات پکې نندارې ته وړاندې کېږي.

ټاکل شوې نندارتون پنځه ورځې دوام وکړي.

د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم پرون کابل ته رسېدلی و.

سوداګر د کورنیو تولیداتو ودې او بازارموندنې لپاره د ورته نندارتونونو جوړېدل مهم بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا