روسیه کې د پوځي الوتکې نسکورېدل؛ د ۱۹ کسانو مړینه تایید شوې

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سایبریا سیمه کې د «An-12» ډوله پوځي باروړونکې الوتکې نسکورېدو ۱۹ کسان وژلي دي.
د راپورونو له مخې، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې الوتکه د کېمېروو سیمې په یوه نااستوګنه سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې او ټول سپاره کسان پکې وژل شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې د الوتکې له نسکورېدو وروسته په سیمه کې اورلګېدنه هم رامنځته شوې او ژغورونکې ډلې او پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
روسي چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

